دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 140297
د ولسمشر په سفرونو کې د بهرنیو چارو وزیر د نشتوالي په اړه پوښتنې
د ولسمشر په ډیریو سفرونو کې د بهرنیو چارو وزات د یوه لوړ پوړی استازی نشتون د پوښتنې وړ دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، په ځلونو لیدل شوي چې د ملي یووالي حکومت مشرانو په سفرونو کې په تېره بیا د ولسمشر په سفرونو کې نه یوازې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر بلکې د دغه وزارت باصلاحیته استازی ګډون نه‎لري، نوې بېلګه یې اسټرالیا ته د ولسمشر په سفر کې لیدل کېدای شي په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزارت استازي برخه نه لرله.
د دغه سفر په یوه ناسته کې د بهرنیو چارو د وزیر پر ځای د هېواد د اقتصاد وزیر د اسټرالیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره هوکړه لاسلیک کړه.
د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم وویل:«زه دا باور لرم چې ولسمشر د بهرني سیاست په برخه کې توان لري؛خو کله چې د پلي کېدو او اصولو په پام کې نیول مطرحه کېږي، نو باید د بهرنیو چارو وزارت واک لرونکي استازي په داشان سفرونو کې حضور ولري.»
ولسمشرۍ دفتر او د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د نظر څرګندول د یو بل پرغاړه اچوي او له دغو ادارو هېڅوک خبرو ته حاضر نشول.
په دې لړ کې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر کړنې هم د ټولو لپاره د پوښتنې وړ دي.
د مدني ټولنې فعاله لیلا جعفري ویلي:«ښاغلی صلاح الدین رباني د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې،د یوه نوي سیاسي مدیریت په توګه،نه دی توانېدلی چې یوه طرحه،پروګرام،نوي او مناسبې کړنې،په افغانستان کې د موجودې وضع پر بنسټ،وړاندې کړي.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملي یووالي حکومت تل د هغه څه له امله چې د روښانه بهرني سیاست نه لرل دي له نیوکو سره مخامخ شوی دی، لکه څنګه چې د نړیوالو اړیکو ډېری کارپوهان له نړۍ په تېره بیا د سیمې له هېوادونو سره د افغان حکومت اړیکې ناڅرګندې بولي.
https://avapress.com/vdci3uazyt1a5r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته