د
افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی :
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي وايي:«نوې اداره د افغانستان له نظام څخه له ښه او روښانه درک سره، له افغان حکومت سره خپلۍ همکارۍ بڼه ورکړي.»
د سپیدار ماڼۍ ویاند مجیب رحیمي پاکستان ته خبرداری ورکوي چې، په هېواد کې د اوسني وضعیت دوام او له ترهګرو څخه دفاع،د کابل او اسلام آباد په ګټه به نه وي.
د اجراییه ریاست ویاند د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو حل، اړتیا بولي.
له همدا اوس څخه کابل غواړي چې د امریکا نوې اداره پر پاکستان فشار راوړي ترڅو اسلام آباد د ترهګرو پر خلاف اقدام وکړي.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په وویل:«په دغو تېرو دوه کلونو کې،له امریکا سره د افغانستان اړیکې،یوه ستراتېژیکه او د دوه ښو همکاریو اړیکې وې،او د امریکا له نوې ادارې سره،دغه اړیکې پراختیا مومي او ښې کېږي.»
له دې مخکې دونالد ټرامپ ویلي وو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو فعالیت پر پاکستان د څارنې لپاره یوه اړتیا ده.
د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي په دې اړه څرګنده کړه:«د ټرامپ د خبرو مانا دا ده چې پاکستان،باید د یوې سرطاني غدې په توګه تر کنټرول لاندې راوستل شي.هیله لرو چې ټرامپ،وکړای شي چې د ترهګریزو کړیو په له منځه وړلو کې پر پاکستان لازم فشار راوړي»
د پراخو ټاکنیزو اصلاحاتو راوستل هغه بله مسله ده چې اجرایي ریاست پرې ټینګار کوي.
د اجرائیه رییس ویاند مجیب رحیمي وايي:«په سیاسي هوکړه لیک کې د اصلاحاتو بحث،.د اساسي قانون د لاسوند د تعدیل کمېسیون جوړولو بحث،د برېښنايي پېژاندپاڼو وېش،د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کول او د اساسي قانون د لویې جرګې رامنځه کول د اجرائیه ریاست په کاري لومړیتوب کې دی.»
د پراخو ټاکنیزو اصلاحاتو راوستل، د ملي یووالي حکومت د جوړېدو په سیاسي موافقه کې د دې حکومت یوه ژمنه وه.
خو د دغه حکومت له کاره د څه د پاسه دوو کلونو په تېرېدو سره داسې ښکاري چې دا ژمنې په سمه توګه نه دي عملي شوې.
په همدې حال کې،د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د ټرامپ له دولت څخه غواړي ترڅو د ترهګرو امنپټنځاینونه له منځه یوسي.
ښاغلي کرزي زیاته کړه:«د امریکا منتخب ولسمشر ته زما پیغام دا دی،چې له ترهګرۍ او توند لارۍ سره د مبارزې په سیاست کې په ژوره توګه بیا کتنه وکړي، او د ترهګرو ولې وچې کړي،هغه ځای چې کې ترهګر روزل کېږي او پر وسلهسمبالېږي او له هغې وروسته زموږ په وړاندې له هغوی څخه ګټه اخیستل کېږي.»
حامد کرزي له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د نړیوالۍ ټولنې پر کړنو له نیوکې سره وویل:«کله چې زه وایم چې د ترهګرو ولې،زما منظور هغه ځای دی چې هغوی روزل کېږي،امنپټنځایونه او روزنیز مرکزونه لري.زه یوازې د داعش او څو نورو ډلو په اړه خبرې نهکوم،بلکې د دې په اړه خبرې کوم چې دغو ډلو د څو لسیزو لپاره،د څو ځانځوانۍ غوښتونکو علتونو له امله د نړیوالۍ ټولنې له خوا ورته پاملرنه نه ده شوې.»