د
افغان غږ خبری آژانس د خبرگراری له مخی :
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ د امیت آمر امیرګل حسین خېل پېښه تائیدوي او وایي، دغو کسانو په شمال کې د ډبرو سکرو د تصدۍ ریاست ته کارکاوه، چې د تاله وبرفک ولسوالۍ په انار دره سیمه کې بامیانو ته نږدې ورته دغه مرګ و ژوبله اوښتې ده.
ځینو سرچینی ویلی دی، چې دغو کسانو خپلسرې کیندنې کولې ، چې وسلوالو د کان د کارکوونکیو په شک وژلي دي.
تر دې دمه کومې ډلې د پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی؛ خو ټپیانو ویلي، چې د داعش غړیو دغه کار کړی دی.