د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخې، ستر جنرال عبدالرحمن رحمن دختيځ زون په ټولو امنيتي ځواکونو او په سرحدي پوليسو کي غږ وکره. چې د امنيت د تامين او سرحدونو د کنټرول په برخه کې کوشش وکړي.
عبدالرحمن رحمن، پرون په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د نوي قوماندان د معرفۍ په غونډه کې سمونوال محمدايوب حسين خېل د سرحدي پوليسو د نوي امنيه قوماندان په توګه معرفي کړل.
هغه وای، چې پاسوال حسين خېل ته دغه دنده د خپلې وړتيا له امله ورکړل شوې ده.
نوموړي محمد ایوب حسین خېل ته سپارښتنه وکړه چې بايد د خپلو منسوبينو د منسجموالي، روزنې او اکمال په برخه کې هلې ځلې وکړي.