ضمیر کابلوف وویل:«له طالب ډلې سره په اړیکه کې یوو.هغوی د ملي اوربند او د جنګ درېدو ته هڅوو.د اړیکو د کچې په اړه نشو کولای نظر څرګند کړو،خو ویلای شو چې په ښه کچه کې دي.روسیه له داعش سره د مبارزې په کار کې له طالبانو سره ګډې ګټې لري.اوس طالبان په افغانستان کې له هغو کسانو سره په مبارزه بوخت دي چې موږ یې په روسیه کې په نښه کوو او دا زموږ د ګډو ګټو نښه ده.»
دغه روسي سیاستوال په افغانستان کې د واشنګټن مأموریت ناکام بولي او په افغانستان کې د هغه پوځي او سیاسي حضور پر چین،روسیې، ایران او پاکستان د کنټرول لپاره بولي.
ښاغلي کابلوف زیاتوي:«که وغواړو او که نه غواړو طالبان یو سیاسي وسلهوال قدرت دی خو دا چې نن هم د ۱۵ تېرو کلونو په تېر ځواک لري باید له امریکایانو څخه پوښتنه وشي.په افغانستان کې خپلواک دولت شتون نهلري.له همدې امله په دغه هېواد د تېرو ۱۵ کلونو د پېښو مسؤول بهرني هېوادونه دي. د هغوی غلط سیاست د دغه هېواد د اوسني وضعیت لامل شوی.که څه هم په ځنډ کې خو دغه ستونزې د حل وړ دي.»
اخوا په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیر افغانستان د سمیهييزو سیالیو قرباني بولي او وایي سمیه ييزلوبغاړي د نورو د امنیت په بیه ، خپل امنیت وساتي.
په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانزمېلیبن وايي:«هیله کوم چې ټول سیمهييز لوبغاړي پوه شي چې له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون ډېر بنسټيز دی ځکه چې په اوږد مهال کې ټول هېوادونه زموږ خپلو هېوادونو په ګډون له ترهګرۍ څخه به زیانمن وي.»
د پوځي چارو کارپوه جاوېد کوهستاني هم په دې اړه وویل:«روسان له ۲۰۰۹ زیږدیز کال څخه له طالبانو سره په سیتماتیک توګه په اړیکه کې وو او تر ډېره پر امریکا پر فشار راوړلو او یا هم په افغانستان کې د نړیوالۍ ټولنې د حضور له غچ اخیستو لپاره دغه سیاست ته مخه کړې ده.»
د سیاسي چارو کارپوه خلیل سروري هم وايي:«کهچېرې افغان حکومت له درایت او کره پوهاوي سره دغه ډګر ته ننوځي،افغانستان به یوځل بیا په یوې د استخبارتي جګړې او نږدې سیالیو پر یوې جدي فضا بدل شي.»