دخپریدو نیټه :شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 132402
جرایی ریاست د عربستان سفر یو لاسته راوړونکی سفر وبلل/عبدالله عبدالله کابل ته و ګرځیدی
د اجرایی ریاست مطبوعاتی دفتر د عبدالله عبدالله د بیرته ګرځیدو څخه خبر ورکړ او دهغه سفر عربستان لاسته راوړونکی وبلل. د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری په بیان سره په خبر پاڼه کی راغلی دی چی ښاغلی عبدالله د خپل سفر په جریان کی ملک سلمان بن عبدالعزیز د آل سعود پادشاه، شهزاده محمد نایف د وزیرانو د شورا لومړی معاون، شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز، د وزیرانو د شورا دوهم معاون او ددی هیواد ددفاع وزیر، مفرج الحقبانی د کار او اجتماعی چارو زیر، ماجد القصبی د تجارت او سرمایه ګزاری وزیر، احمد عیسی د معارف وزیر، ابراهیم عساف د مالیی وزیر، عبداللطیف د خلیج د شورا دهمکاریو د جنرال ( ولید الصمعانی د عدلیی وزیر) سکرتر، شیخ صالح الصالح د اسلامی شوون وزیر، قاری سدیس د حرمینو شریفینو د چارو عمومی رییس( دمکی والی او مدینی والی )، سعودی تاجرانو او افغانی مقیمانو سره کتنه وکړه. ددی خبر پاڼی په اساس، په دی سفر کی د دواړو هیوادو نماینده ګان د دوستانه اړیکو د تحکیم او د تروریزم سره د مبارزی لپاره او دسولی او ثبات د راوستلو لپاره په افغانستان کی، سرمایه ګذاری مرسته او د معارف په برخه کی سرمایه ګذاری او افغانستانی مهاجرانو مشکلاتو ته درسیدګی لپاره خبری وسوی. په خبر پاڼه کی راغلی دی ددی سفر په جریان کی یو یادداشت د تفاهم او همکاریو لپاره امضا سوی هم دی. اجرایی رییس په لومړی سفر کی عربستان ته بی ثابقی ډول د استقبال وړ ګرځیدلی دی. ویل سوی دی چی د افغانستانی هیات ددری ورځنی سفر په نتیجه کی عربستان ته، ریاض وعده کړی دی چی په افغانستان کی سرمایه ګذاری وکړی او ددواړو هیوادو ترمنځ د تجارت لپاره ډیر کوشش وکړی. په دی سفر کی سعودی عربستان هم وعده کړی دی چی د معارف په برخه کی بورسیو ته پراختیا ورکړی، په سعودی کی دمهاجرانو د اقامت مشکلات او دهغوی غیری افغانستانی پاسپورتونو تبدیل و افغانستانی پاسپورتونو ته مشکل حل کړی، افغانستان سره د سولی او استقرار په برخه کی مرسته وکړی او خپلو مرستو ته پراختیا ورکړی. په دی سفر کی د عدلیی وزیر( د حج او اوقافو وزیر) د تجارت وزیر، د معارف وزیر، د عالی تحصیلاتو وزیر، د کار او اجتماعی چارو وزیر، د مخدره توکو سره دمبارزی وزیر، د افغانستان د علماوو دشورا وزیر، د ملی شورا غړی، د اجرایی ریاست مشاوران، د تجارت د اتاق مسوولان او ځینی تاجران د ښاغلی عبدالله سره په دی سفر کی یوځای وو.
https://avapress.net/vdchvinzi23nxkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته