دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۳۷
د مطلب کود : 131017
دطالبانو حمله درئیس جمهور دلومړی معاون پر کاروان باندی
محلی مقامات وایی چی طالبان دجنرال عبدالرشید دوستم دکاروان پرلادی کمین نیولی وو.

محلی مقامات وایی چی طالبان دجنرال عبدالرشید دوستم دکاروان پرلادی کمین نیولی وو.
دافغان غږ خبری آژانس دمانیتورینګ دخبرګزاری له مخی، رحمت الله ترکستانی؛ دجوزجان دپولیسو قوماندان ویلی دی، هغه وخت چی دجنرال دوستم کاروان دخواجه دوکوه څخه دشبرغان دښار پرلوری په حرکت کی وو، دلیلی دشت په منطقه کی ددی ښار په لس کیلومتری کی تر حملی لاندی ونیول سو.
په دا کاروان کی جنرال دوستم حضور نه درلودی.
دترکستانی په وینا په دا جنګ کی دطالبانو یو ارشد قوماندان دملا غوث الدین په نامه وژل سوی دی او یو تن بل زخمی سوی دی؛ خو دجنرال دوستم محافظینو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
دجوزجان دپولیسو قوماندان دامریکا په غږ کی ویلی دی چی دطالبانو اصلی هدف په دا حمله کی دجنرال دوستم دخاص ګاردو قوماندان عبدالستار قاسمی وو؛ خو ددی حملی څخه سالم ځان وایستی.
تر اوسه طالبانو ددی حادثی په باره څه نه دی ویلی او ددی ډلی دیوقوماندان دوژل کیدو په باره کی هم څه نه دی ویلی.
تیر کال هم دجنرال دوستم کاروان پرهمدی لاری تر حملی لاندی راغلی وو. جنرال دوستم درئیس جمهور لومړی معاون، دافغانستان داسلامی جنبش حزب مشر، ددی مخکی هم دهیواد په شمال کی دطالبانو دټکولو لپاره نظامی عملیاتونه سرته رسولی وه.

https://avapress.net/vdcizzazyt1apu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته