روسیې د دغو نظامي تمرینونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او د امریکا او بریتانیا له خوا دغه تمرینونه یې پاروونکی عمل بللی دی.
امریکايي او بریتانوي ځواکونو په ګرجستان کې د دې هېواد له پوځ سره نظامي تمرینونه پیل کړل. روسیې د دغو نظامي تمرینونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او د امریکا او بریتانیا له خوا دغه تمرینونه یې پاروونکی عمل بللی دی. په ورته وخت کې نن امریکا په رومانیا کې د مزاییلو پرمختللی دفاعي سیستم ځای پر ځای کوي. د ګرجستان پوځ د امریکا او بریتانیا له ځواکونو سره په دې هېواد کې نظامي تمرینونه پیل کړل. دغه نظامي تمرینونه به دوې اونۍ دوام وکړي، چې د روسیې له سخت غبرګون سره مخامخ شوي دي. روسیې د ناټو د مهمو غړو هېوادونو دغو نظامي تمرینونو ته د جګړې د لوبې نوم ورکړی او دا یې د روسیې پر وړاندې د ناټو پارونکی عمل بللی دی. په دې نظامي تمرینونو کې ۶۵۰ امریکايي او ۱۵۰ بریتانوي ځواکونه ګډون لري. د ګرجستان دفاع وزارت دغه نظامي تمرینونه د دې هېواد له پاره مهم بللي دي. امریکا او برتانیا په داسې حال کې په ګرجستان کې نظامي تمرینونه پیل کړي، چې نن امریکا په رومانیا کې د مزاییلو پرمختللی دفاعي سیستم ځای پر ځای کوي. د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا په دې کار سره له نړیوالو تړونونو سرغړونه کوي. امریکا وايي، په رومانیا کې د مزاییلو دفاعي سیستم به د ناټو له غړو هېوادونو څخه د دفاع له پاره د لري واټن ویشتونکو مزاییلو مخنیوی وکړي. د امریکا د مزاییلو دغه دفاعي سیستم کولای شي ځمکې ته تر رسېدو وړاندې هر ډول مزاییل په هوا کې له منځه یوسي. د یادونې وړ ده، چې روسیه د یو شمېر نړیوالو مساییلو په اړه له ناټو سره اختلافات لري. سرچينه : خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل