سپينه مانۍ وايي، د امريکا ولسمشر بارک اوباما د خپل هېواد د ملي امنيت سلاکارانو ته امر کړى چې په ليبيا او نورو ځايونو کې د داعش د فعاليتونو د پراخېدو په وړاندې مبارزه وکړي.
داعش ډلې په ليبيا کې له روان کړکېچ نه په استفادې په "سِرت" ښار کې خپل فعاليتونه زيات کړي او هلته يې د تېلو پر ځينو تاسيساتو حملې هم کړې دي.
د امريکا دفاع وزير اشټن کارټر وويل؛ داعش ډله په ليبيا کې د رونيزو پوځي ساحو په جوړولو سره د نورو بهرنيو جنګياليو د جلبولو هڅه کوي.
دې ډلې تېر کال په عراق او سوريه کې هم ورته هڅې کړې وې.
په همدې حال کې د امريکا د دفاع وزارت وياند پيټر کوک د چهارشنبې په ورځ وويل:
"امريکا اوس وخت لږ شمېر پوځي پرسونل ليبيا ته لېږلي چې هلته له محلي ځواکونو سره په خبرو کې د ليبيا اوسنى وضعيت ځان ته معلوم کړي."
د امريکا د دفاع وزارت وياند وايي؛ امريکا په ليبيا کې د پوځي انتخاب په لټه کې ده.
په عین وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هغه پیښي له امله په قهر شوي چي ویل کېږي؛ د ایران يوې بې پېلوټه الوتکې د څارنې لپاره د امريکا پر يوې کښتۍ چې الوتکې هم لېږدولاى شي؛ الوتنه کړې
د امريکا دفاع وزير وايي چې په دې پېښه سخت په قهر شوي دى چې ايران د امريکايي ماڼوګانو د نيولو جريان عکاسي کړى دى.
د امريکا الوتکې لېږدوونکې کښتۍ په خليج کې د هغو پوځي عملياتو په ملاتړ فعاليت کوي چې په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش پرخلاف روان دي.
دا پېښه وروسته تر هغه کېږي چې ايران د امريکا لس بېړۍ چلوونکي ١٦ ورځې مخکې ونيول؛ وروسته يې بېرته خوشې کړل.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)