دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۳۷
د مطلب کود : 115932
د حقاني او د نورو تروریستي شبکو رهبري د پاکستان په خاوره کې شتون لر
افغانستان اسلامي جمهوريت په دې باور دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نظر ډېر ستر اختلاف د پاکستان په خاوره کې د تروریستي ډلو په تېره بیا د حقاني شبکې د شتون څرنګوالی دی.


د ملي امنیت او په بهرنیو چاروکې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وروستۍ څرګندونې چې ګواکې د هغه هېواد حکومت د حقاني شبکه د پوځي عملیاتو په نتیجه کې له منځه وړې ده، د پاکستاني مقاماتو د یوې لسیزې مخکې د ادعاوو تکرار دی.


اسناد او شواهد دا ښکاره کوي چې د حقاني او د نورو تروریستي شبکو رهبري، سوق اداره، زیربنایي ملاتړ او د هغوی پټنځایونه د پاکستان په خاوره کې شتون لري. د افغانستان حکومت تل داسې کافي مدارک چې په هغه هېواد کې د تروریستي شبکو شتون ثابتوي، د پاکستان د حکومت په واک کې ورکړي دي تر څو د دغو ډلو پر خلاف اقدام وکړي.


نړیوالې ټولنې هم دغه موضوع درک کړې ده چې د تروریستي شبکو او د هغې له جملې څخه د حقانې شبکې اډه د پاکستان په دننه کې موجوده ده. په پاکستان کې د حقاني د شبکې او د نورو تروریستي ډلو پر خلاف د اسلام آباد د اقدام په بدل کې له دغه هېواد سره د پوځي مرستو د مشروط کولو په باب د امریکا د متحده ایالاتو د چارواکو وروستی اقدام، د افغانستان په برحقه دریځ د تائید مهر لګوي.


د افغانستان اسلامي جمهوریت یو ځل بیا ټینګار کوي چې له دغو حقایقو څخه انکار کول له تروریزم سره د مبارزې او د سیمې په کچه د ثبات د ټینګښت په لاره کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري کمزورې کوي.


افغانستان سیمه ایزې سولې او ثبات ته ژمن او مصمم دی او له پاکستان څخه یو ځل بیا غواړي چې د دواړو هېوادونو د خلکو د ګډ دښمن د هغې له جملې څخه د حقاني شبکې پر وړاندې په خپلو ژمنو په صادقانه ډول عمل وکړي او په دې اړه جدي اقدامات وکړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwn9qxak9qy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته