په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې د تخار، کندهار، ارزګان،پکتیا اوهلمند ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۲۳ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول، دوه تنه ټپیان او ۶ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت د ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ، ۶ کړۍ ماینونه چې د افغانستان دښمنانو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کندهار ولایت په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړاې شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)