دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۱۰
د مطلب کود : 112435
جمهور رئیس غني: د ارګ او جومات یووالی، د مدرسې او پوهنتون همکاري غواړم
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هرات ولایت د مقام په مقر کې د دغه ولایت له مشرانو، متنفذینو، دیني علماو او د مدني ټولنو له استازو سره وکتل.

جمهور رئیس غني د بېلابېلو ادارو او قشرونو د استازو وړاندیزونه تائید کړل او د ولسوالیو د شمېر د زیاتوالي په اړه یې وویل،د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس ته مې هدایت ورکړی، د شینډنډ د ولسوالیو د شمېر د زیاتوالي په برخه کې ژر اقدام کېږي.

جمهر رئیس د وطني پیداوار د پیاوړتیا او د غنمو د انسجام په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، له کومې ورځې چې راغلی یم د غنمو د اساسي انسجام په هکله مې لږ ترلږه شپږ غونډې کړې دي. ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ټولو دولتي ادارو ته مې لارښوونه کړې چې د ملي اردو، ملي پولیسو او پوهنتونونو اړتیاوې له داخلي پیداوار څخه پوره کړي.

همدارنګه جمهور رئیس غني د فساد د مخنیوي او د شفافیت د ایجاد په اړه وویل، ټول تدارکات په خپله اداره کوم هره شنبه ماښام پنځه ساعته په دې اړه غونډه لرو. د فواید عامې وزیر ته مې هدایت کړی چې ټول قراردادونه بیا له سره وشي. د سیاسي قدرت لرونکی یو کس هم قرارداد نشي اخیستلی. له سیاسيتمدارو مې توقع داده چې د شخص نه، بلکې د ملت نمایندګي وکړي.

جمهور رئیس غني دا هم وویل، په یو کال کې به انشاالله هرات لومړنی ولایت وي چې دوامداره برېښنا ولري. په پام کې وه چې برېښنا له ترکمنستان څخه مزارشریف، له هغه ځایه کابل او بیا کندهار ته راشي، خو د ترکمنستان له جمهور رئیس سره په خبرو کې مې د برېښنا د حرکت دغه ډول په نېغ خط بدل کړ چې برېښنا مستقیمه هرات، نیمروز، فراه، هلمند او کندهار ته ورسوو. تر څنګ به یې د اورګاډي پټلۍ، د غازو نل لیکه او نوري فایبر هم وي.

د هېواد جمهور رئیس دکمال خان بند د دویمې برخې د کار د پیلولو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې هرات باید د اوسپنې د دوو پټلیو د تقاطح نقطه شي. نوموړي دا هم وویل چې هرات باید د اتصال په نقطه، د اسیا په څلور لار او د تفکر د ایجاد په مرکز بدل کړو.

جمهور رئیس محمداشرف غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو وطنپالنه او سرښندنه وستایله او په ټینګار یې وویل چې ملي ځواکونه د ټولو په ځانګړي ډول د دیني علماو او مشرانو ملاتړ ته اړتیا لري. نوموړي وویل، جنګ په موږ تحمیل شوی د دې لپاره چې د سولې مذاکراتو ته له کمزوري دریځه وړاندې شو، خو د افغانستان دولت او خلک هیڅ وخت له کمزوري دریځه نه غږېږي.

جمهور رئیس د علماو رول اساسي وباله او زیاته یې کړه چې حکومت یې دغه رول ته د قدر په سترګه ګوري. د ملي وحدت حکومت هڅه کوي چې د اسلامي خدماتو او فتاوي مرکزونه ایجاد کړي. نوموړي وویل، د ارګ او جومات یووالی او د مدرسې او پوهنتون همکاري غواړم.

جمهور رئیس د مدني ټولنې نقش مهم وګاڼه او وې ویل مدني ټولنې دې د فساد په مخنیوي کې موږ ته لاس راکړي، څو د دغې ناوړه پدیدې په اړه ګډه مبارزه وکړو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د هېواد د تاریخ په اوږدو کې د هرات د خلکو ملي مبارزې او سرښندنې وستایلې او وې ویل، هراتیانو نه یوازې په تېرو ۳۵ کلونو، بلکې د هېواد په تاریخ کې تل په مېړانه د هېواد دفاع کړې او قربانۍ یې ورکړې دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcbf5b8srhb8ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته