د بحرین قضایی ارګان، دجمعیت الوفاق په عمومی منشی، شیخ علی سلمان باندی، نوی تورونه لګولی دی .
د پرس، ټی وی د رپوټ له مخی، د شیخ سلمان وکیل وویل : د بحرین د قضایی ارګان په وسیله، له پرونیو تحقیقاتو وروسته، نوموړئ د نویو تورونو سره مخامخ شوئ دئ .
ده زیاته کړه : محکمی همداراز د جمعیت اسلامی الوفاق د عمومی منشی، د بند حکم تمدید کړئ دئ .
د شیخ علی سلمان مدافع وکیل وویل : ده، د مطرح شویو تورونو ټول جزئیات او کلیات رد کړی دی .
شیخ علی سلمان، د تیری اونۍ د یکشنبی په ورځ، د ۱۰ ساعته تحقیقاتو وروسته؛ د بحرین د پولیسو له خوا بندی شو .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)