د ملګرو ملتو په سازمان کی د سوریی استازی وویل : هیڅ هیواد تر اوسه پوری؛ د ترکیی؛ قطر او عربستان په شان، د صهیونیسټی رژیم لپاره خدمت نه دئ کړئ.
د لبنان د المیادین د ټلویژن د شبکی د رپوټ له مخی، په ملګرو ملتوکی د سوریی استازی، بشار الجعفری، پرون د ټروریزم سره د مبارزی په باره کی، د امنیت شورا په غونډه کی، څرګنده کړه : ترکیه؛ قطر او ربستان، د سیمی د ټوټی ټوټی کولو لپاره، د اسرائیلو پروګرامونه اجرا کوی .
الجعفری زیاته کړه : ترکیه ، قطر او عربستان، له ترهه ګرو څخه، مالی؛ تعلیمی او تسلیحاتی ملاتړ کوی، او د سوریی ؛ عراق او لبنان د خلګو د سختۍ او رنځ سبب ګرځی .
ده، د یو شمیر سندونو په وړاندی کولو سره زیاته کړه، دغه سندونه ثابتوی چی، عربستان په مرګ باندی محکوم بندیان، سوریی ته د جنګیدو لپاره استوی .