له دې اعلان سره سم افغان امنیتي سرچینو بي بي سي ته وویل چې وسله والو طالبانو په ګڼو ولایتونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.
خو یوناما وایي، د اورکم دوام به افغانستان کې دایمي اوربند او تلپاتې سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي.
بله خوا د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي رولانډ کوبیا ویلي، که چېرته د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د بیا پیلېدو رپوټونه تائيد شي، دا به د هغې هوکړې سره په ټکر کې وي چې په دوحه کې لاسلیک شوه.
پژواک خبري اژانس د ښاغلي کوبیا له خولې لیکلي، دا د ګواښونو نه، بلکې د باور جوړولو او په رغنده ډول د مخکې تلو وخت دی.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان هم پرون دوشنبه ویلي وو، د متحده ایالات تمه ډېره روښانه ده، او هغه دا چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت باید دوام وکړي.