ښاغلي حیات څرګنده کړه، څوک چي د سولی مخالفت کوي، د الهي اوامرو مخالفت کوي او حکومت د لومړي ورځي څخه تر دې مهاله د افغان وژني د ختمیدو، تل تاتي سولي او دایمي اوربند لپاره واضح تګلاره لري، چي له مخي حکومت وتوانیدي د اورکم اوونۍ په ښه توګه مدیریت کړي او د تود هرکلي په موخه یې هره ورځ په کندهار ښار او ولسوالیو کې د یو یو محراب مسجد د بنسټ ډبري کښیښودل سوې.
ښاغلي حیات پر ولسونو ږغ وکړ، چي نه یوازي باید د هر کور، هر مسجد، هر کلي او هري ولسوالۍ څخه د دایمي اوربند او تل پاتي سولې غږ پورته کړي، تر څنګ یې سولي ته تر رسیدو وروسته باید د جنګ د لومړي کرښي طالبانو او عسکرو تر منځ د سولي په قایمولو کي هم هر اړخیزي هڅي وسي، تر څو روانه افغان وژنه بنده سي او د ولس د ملاتړ جلبولو په موخه یې ډاډ وړاندي کړ، چي حکومت به د ښې حکومتولۍ د تطبیق، فساد د مخنیوي او عدالت په تأمین کي نه ستړي کیدونکي هلي ځلي وکړي.
په غونډه کي د ډنډ ولسوالۍ د ولسي شورا رئیس حاجي عبدالنافع وویل، موږ د خپل مشروع جمهوري نظام او امنیتي سرتیرو ملاتړ او ننګه کوو او هیڅکله به چاته اجازه ورنه کړو، چي زموږ پر جمهوري نظام او امنیتي سرتیرو معامله وکړي او د دایمي افغان وژني د ختمیدو لپاره یې د بین الافغاني مذاکراتو، دایمي اوربند او تل پاتي سولي غوښتنه وکړه.
همدارنګه د ډنډ ولسوالۍ د ولسونو په استازیتوب په ولسي جرګه کي د کندهار استازي حاجي روح الله خانزاده، د ولایتي شورا غړي عطاالله عطا، د ډنډ ولسوال حاجي عبدالله خان، د ولسوالۍ شورا غړي حاجي باریداد او د ځوانانو په استازولي ښایسته خان یو په بل پسې خبرو کی د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړ او پر ولسونو یې ږغ وکړ، چي د خلکو په پاکو رایو راغلي مشروع نظام او خپلو سرښندو امنیتي ځواکونو څخه هر اړخیز ملاتړ او همایه وکړي، تر څو بیرته د ۷۰مي لسیزي غوندي بد برخلیک سره مخ نه سو او د خبرو په دوام یې له نړیوالي ټولني مننه وکړه، چي په هیواد کی د تل پاتي سولي تر راتلو پوري د افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او د سویو تړونو ملاتړ کوي.
په ورته وخت کې یادو مشرانو د ډنډ ولسوالۍ اړوند په انکشافي، کرهڼیزه، پوهني، روغتیا او یو شمېر نورو برخو د پیاوړتیا په موخه د ولایتي ادارې د ځانګړي پاملرني غوښتنه وکړه، چي د اړوند سکټوري رئيسانو له لوري ورسره د همکارۍ ژمنه وسوه.