زمونږ هیواد افغانستان تر اشغال لاندې دی، اشغال کومه نوې پدیده نه ده، له تیرو دریو پیړیو راپدی خوا د نړۍ خلک خصوصا مسلمانان په یوه او بل شکل اشغال شوي دي. اشغالګر چې کله کوم هیواد ونیسي او په وړاندې یې د محلي خلکو مقاومت پیل شي. بیا نو اشغالګر هڅه کوي چې د سولې او جوړجاړي لپاره عامه اذهان برابر کړي. ځکه د مسلح مقاومت په ختمیدلو او سولې په راتلو سره د اشغالګرو لپاره زمینه برابریږي تر څو خپل زبيښاک ته په ارام زړه دوام ورکړي او شیطاني عزائم سرته ورسوي.
په داسې وخت کې د اشغالګرو لپاره دلخواه شعار د سولې او مقاومت ختمولو شعار وي. اما ازادي غوښتونکي قومونه په داسې حالاتو کې د آزادۍ او خپلواکۍ شعار پورته کوي. هغوی د آزادۍ او استقلال د شعار په پورته کولو سره غواړي د اشغالګرو نیواک وننګوي. د اشغال په وړاندې نفرت او انزجار څرګند کړي او خپل نهایي هدف چې د اشغالګرو شړل دي مطرح کړي.
زمونږ په هیواد کې هم کله چې د اشغالګرو په خلاف مسلح جهاد پیل شو، نو اشغالګرو د سولې د شعار تشهیر او ترویج ته کار پیل کړ. زما په یاد دي چې د امریکا ولایتي پي آر ټي ګانو به د ( صلح) په نوم اخبار چاپاوه او په خلکو به یې مفت ویشه، دغه راز یې د سولې ورځ، د سولې شورا، د سولې جرګه او د سولې په نوم خورا زیات کار او زیار پيل کړ، د دوی هدف دا وه چې د اولس ذهن له اشغال څخه منصرف کړي او د اشغال راوړې جګړې څخه اولسي نفرت د یواړخیزې سولې او د جهادي مقاومت د خنثی کولو لپاره وکاروي.
په دې ډول د ډیرو خلکو اذهان د چلبازه اشغالګرو د تبلیغ تر اثر لاندې راغلل، د دې په ځای چې دوی په دې خاص وضعیت کې د آزادۍ، خپلواکۍ، استقلال غوښتنې شعار پورته کړی وای. د آزادۍ لپاره یې لاریونونه، غونډې، او کمپاین پیل وای، ټولو یوازې د سولې شعار را واخیست.
د اشغال په شتون کې د خپلواکۍ د شعار په ځای د سولې مبهم شعار بدرګه کول ځکه بې ځایه وه چې که موږ د آزادۍ غوښتونکو قومونه تاریخ مطالعه کړو، د آسیا، افریقا او ختيځي اروپا د بیلابیلو ملتونو د استقلال ترلاسه کولو تاریخ وګورو. هیڅ قوم د اشغال د محوه کولو لپاره د سولې شعار نه دی پورته کړی، بلکې د ازادۍ، حريت، فریډم، استقلال او ځمکني تمامیت د خپلولو شعارونه یې پورته کړي دي.
دې تاریخي شالید ته په پام سره هر هغه څوک چې غواړي افغان اولس له موجوده ابتلاء څخه ووځي او د همدې لپاره په فیسبوک، ښارونو، کلیو او یا هم رسنیو کې مبارزه کوي. غونډې جوړوي، پرلت کوي، احتجاج کوي، بحثونه کوي او د جګړې د ختمولو لپاره چې هره نوع مبارزه کوي. باید د خپلې مبارزې سرټکی او اساسي شعار( آزادي او خپلواکي) وټاکي. دغه راز باید په صریحو ټکو د اشغال د پای ته رسولو کمپاین پیل کړي. په اشغالګرو باید اولسي فشار واچوي تر څو له هیواده وتلو ته مجبور شي.
او که دوی د بهرني اشغال د خاتمې خبره په خوله نه یادوي او یوازې د سولې مبهم شعار بدرګه کوي، د سولې په شعار بهرني اشغالګر خپل چورت هم نه خرابوي، هغوی به بې غمه په خپلو اډو کې پراته وي او دنیا ته به تبلیغوي چې اولسي احتجاجونه زموږ په ضد نه بلکې د افغانانو داخلي مسئله ده. په داسې صورت به اشغال دوام کوي، لزوما به یې په وړاندې جهادي مقاومت هم روان وي او سوله به د مرغۍ پۍ وي.
نو زما غوښتنه د سولې له ټولو فعالینو څخه، هغه که د هر ګوند، هر بهیر او هر فکر سره تړاو لري، دا ده چې د اوسنیو خاصو شرایطو له تقاضا سره سم باید خپل شعارونه آپډیټ کړي. د اشغال په صورت کې څوک د سولې مبهم شعار نه پورته کوي، بلکې د ازادۍ، خپلواکۍ او د اشغال د پای ته رسیدلو شعار پورته کوي.
د ازادۍ او خپلواکۍ د شعار په پورته کولو سره به دوی په تاریخ کې د آزادۍ غوښتونکو اتلانو حیثیت خپل کړي، دوی به په وطني او نړیواله سطحه د محکومو انسانانو د خلاصون او حریت قهرمانان وبلل شي. که د دوی د دغې مبارزې له امله اشغالګر له هیواده وتښتي نو دوی به د ملي نجات ورکوونکو او فاتحینو په شان په تاریخ کې ثبت شي او د هغو سترو اتلانو په کتار کې به راشي چې د تاریخ په اوږدو کې یې محکوم ملتونه د ظالمو او جابرو استعمارګرو له سلطې او نیواک څخه خلاص کړي دي.
نو یو ځل بیا وایم چې د اوسنیو حالاتو تقاضا همدا ده، د سولې په ځای د ازادۍ او خپلواکۍ شعار پورته کړئ، خپل د فیسبوک هشتاګونه مو آزادي، خپلواکي، د اشغال خاتمه، استقلال او حریت وټاکئ. همدا لغات د خپلو خبرو او لیکنو منځټکی کړئ او که خدای ازادۍ راوسته نو سوله به خپله ورسره راشي، داسې سولې چې عزت، سرلوړي او ویاړ به هم ورسره وي او که اشغال موجود وي نو په دې پوه شئ چې په افغانستان کې د اشغال په شتون کې کله هم سوله نه ده راغلې، بلکې په وړاندې به یې جهادي مقاومت روان وي.
و ما علینا الا البلاغ المبین