دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۵۵
د مطلب کود : 81238
۱۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې  کنړ ، لغمان ، کندز ، جوزجان  او کندهار ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۳ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول،۴  تنه ټپیان  او۳ تنه  د امنیتی ځواکونو له لورې  ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه  مهمات  او چاودیددونکې توکې  د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ، ۷کړې  ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د لغمان او هلمند   ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjo8eo.uqevtz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې