دخپریدو نیټه :شنبه ۵ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۲۸
د مطلب کود : 71263
د استرالیا صدراعظم د اروزګان والي ته د مرستو ژمنه ورکړه
تاند- د استرالیا صدراعظم د دغه هیواد د دولتي چارواکو د یوه پلاوي په مشرۍ نن اروزګان ته لاړ او له خپلو پوځیانو او د اروزګان له والي سره یې وګتل.
د اروزګان ولایت له مطبوعاتي خبرپاڼې سره سم له صدراعظم کیون راډ سره په دې سفر کې د دغه هیواد د دفاع وزارت استازی، د ملي امنیت سلاکاره او په افغانستان کې د استرالیا سفیر ملګري دي.

د اروزګان والي امیر محمد اخوندزاده د استرالیا له صدراعظم سره په کتنه کې له افغانستان، په تېره بیا اروزګان ولایت سره د استرالیا د مرستو مننه وکړه.
د اروزګان والي له استرالیايي صدراعظمه وغوښتل چې د اروزګان د لویې لارو په جوړولو کې مرسته وکړي. د ده په وینا د لارو خرابوالی د اروزګان د خلکو جدي ستونزه ده.
د اروزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم د استرالیا صدراعظم په اروزګان کې پر پرمختیايي چارو خوښي ښکاره کړه او له افغانستان، په تېره بیا اروزګان ولایت سره یې د خپل هیواد د مرستو د دوام ژمنه وکړه.
کیون راډ هغه مهال چې د استرالیا هیواد د بهرنیو چارو وزیر و څو ځله اروزګان ولایت ته سفر کړی و خو له کله چې نوموړی د صدراعظم په توګه ټاکل شوی دا یې لومړنی سفر دی چې اروزګان ولایت ته یې کوي.
په اروزګان ولایت کې د P,R,T یا د بیارغونې ټیم مسوولیت هم استرالیا هیواد پرغاړه لري چې تردې مهاله یې په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي او ګڼې پروژې یې پلې کړي دي.
په اروزګان کې د استرالیا ترڅنګ تر ډېرې مودې پوري هالنډ هم پوځیان لرل خو په دغه ولایت کې د استرالیا او هالند د بیارغونې چندان کارونه نه دي کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwx9u.ak9q34g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته