افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له څرګندونو وروسته، د هغه هېواد په وروستیو مظاهرو کې د افغانانو د ګډون په اړه، په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د هیواد مهاجرین هیڅکله په پاکستان کې په سیاسي فعالیتونو یا جنایي پیښو کې ښکیل ندي. دغه سفارت همدارنګه وويل چې د پاکستاني چارواکو څرګندونو د کډوالو په منځ کې د پام وړ اندېښنې راپارولي دي او دوی دا اندیښنه لري چی یو ځل بیا به دوی د پاکستاني پولیسو لخوا ځورول کیږي او دوی سره به بد چلند کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو اړیکو کارپوهان هم د اسلامي امارت پر ضد د پاکستان له پرله پسې تورونو او همداراز په بېلابېلو بهانې، د کډوالو سره د دغه هېواد د حکومت ناوړه چلند په اړه اندیښنه څرګندوي.
د پوهنتون استاد او د نړیوالو اړیکو کارپوه، ډاکټر محمد اکرم عارفي د
افغان غږ خبری آژانس سره د یوې مرکې په ترڅ کې وايي: هغه تاوتریخوالي چې په دې دوو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځ ته شوي دي، او پاکستان تل افغانستان په لاسوهنې تورن کړی دی، د افغانستان په هکله، د دې هیواد د دوه کاله وړاندې د پالیسي د پلي کولو په اړه تړاو لري.
د هغه په باور، د پاکستان بې اساسه څرګندونې او زیاتېدونکي تورونه، دقیقاً په هغه وخت کې راڅرګندې شوې چې دغه هیواد له اسلامي امارت څخه ډیرې هیلې درلودې. پاکستان غوښتل چې د افغانستان نوی دولت له خپل نفوذ او ځواک څخه کار واخلي او په پاکستان کې دننه د "TTP" مخه ونیسي خو دا هیله پوره نه شوه او د افغانستان چارواکو وویل چې پاکستان خپلې داخلي ستونزې باید پخپله حل کړي.
د ډاکټر عارفي په وینا، د پاکستان د تمې خلاف او هغه څه چې په عملي توګه پېښه شوې، بلکل برعکس وه، د اسلامي امارت په تاسیس سره، نه یوازې دا چې د TTP مخه ونه نیول شول، بلکې د هغه ځواک او مورال یې زیات شو او عملا هغوی یوه داسې جغرافيايي نقشه جوړه کړه چې د پاکستان په دننه کې د یوه خپلواک دولت د رامنځ ته کیدو اشاره کوله او دا مسله د پاکستان د فدرالي حکومت د جدي اندیښنې سبب شوې.
د نړیوالو چارو د دغه کارپوه د تحلیل پر بنسټ، له هغه وخت راهیسې، هغه ټولې هڅې او سیاسي خبرې چې پاکستان د افغانستان له حکومت سره کړې وې، د TTP د بشپړ ځپلو او کنټرول په هکله د همکارۍ لپاره ترسره شوی ده، خو دا هڅې بریالۍ نه وې او دا کار د پاکستاني چارواکو تر منځ د یو ډول نا امیدۍ لامل شو او دوی فکر کوي چې د دې ډلې د فعالیتونو تر شا د افغانستان حکومت لاس دی، په دې صورت کې چې دا مسله روښانه نه ده او افغانستان تل دغه موضوع رد کړې ده.
د هغه په وینا، یوه مسئله ډیره روښانه ده او هغه دا چې د افغانستان او قبایلي سیمو د خلکو او په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا ایالت تر منځ، نږدې ټولنیز، کلتوري او ولسي اړیکه، بېله د حکومت له پالیسۍ څخه شتون لري او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته خلک خورا ژورې قومي، دوستي او سوداګریزې اړیکې لري چې دوی هېڅکله نه شي بېلېدای.
د پوهنتون دغه استاد زیاته کړه چې په تېر کې هم کله چې په افغانستان کې ستونزه رامنځته کېده، د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته خلک د خپلو هېوادوالو په مرسته دې غاړې ته راتلل. نن هم دغه امکان شتون لري چې که کومه ستونزه رامنځته شي او د مرستې غوښتنه وشي، البته د حکومت له پالیسیو پرته، دغه خلک به خپله پریکړه وکړي او دا د دوستۍ او ټولنیزې اړیکې د ژوروالي له امله دی، نه سیاسي او نه نظامي.
د هغه په وینا، هغه څه چې د افغانستان د حکومت له ارادې سره تړاو لري، د پاکستاني چارواکو د ادعاو په برعکس، ښه ګاونډیتوب په هر حالت کې دی، او دا ویل ډیر ستونزمن دی چې د افغانستان حکومت اوسنۍ پالیسي په پاکستان کې دننه تشنج رامنځته کول دي یا غواړي چې د TTP یا کومې بلې ډلې لکه د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړي یا د دې هیواد په داخلي سیاست کې د مهاجرینو د لاسوهنو ملاتړ وکړي.
د ډاکټر عارفي په باور کې، په حقیقت کې، اصلي ستونزه دلته ده چې پاکستان د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو او ټولنیزو فعالیتونو د دولتي رسمي ملاتړ سره نښلوي او دا د اختلاف اصلي ټکی دی، له همدې امله د پاکستان حکومت د افغانستان پر حکومت باندې فشار راوړي او له بلې خوا پر مهاجرینو باندې سخت بندیزونه وضع کوي ترڅو د خپل نظر له مخې، د افغانستان حکومت وکولای شي ولس دې ته اړ کړي چې په پاکستان کې دننه له پښتنو سره همکاري بنده کړي.
پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره نړۍ ته ناسم ادرس ورکوي
همدارنګه له بلې خوا د سیاسي چارو کارپوه، عزیز معارج له
افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وايي: پاکستان تل په افغانستان کې د بې ثباتۍ او کمزوري او ګوډاګي حکومت غوښتونکی دی او هر هغه حکومت چې په پاکستان کې منځ ته راځي، یوازې یوه پالیسي لري، او دا د افغانستان ضعف دی، ځکه چې که په افغانستان کې یو خپلواک او پیاوړی حکومت جوړ شي، پاکستان ویره او نارامه کیږي.
د هغه په باور، پاکستان په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او غواړي د دې پړه پر افغانستان واچوي او نړۍ ته د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې ناسم ادرس ورکوي.
له بلې خوا د هغه په وینا، پاکستان، خپل ځان د ترهګرۍ له خوا ځپل شوی راڅرګندوي ټرڅو د نړۍ پام ځانته واړوي او ډیر امتیازات او پیسې وګټي.
د سیاسي مسایلو د دغه کارپوه له نظره، په پاکستان کې وروستۍ ګډوډي او ناکرارۍ هم د پښتنو او بلوڅو پر وړاندې د پاکستاني چارواکو د ظلم او جبر له امله رامنځ ته شوې، او خلک مجبور دي چې د ظلم په وړاندې راپورته شي، خو دوی بیا هم د مهاجرینو په لاریونونو او د دغه هیواد په داخلي سیاستونو کې په لاسوهنې تورنوي.
باید وویل شي چې پاکستان تل پر افغانستان تور پورې کوي چې د دغه هېواد په ګډوډیو او داخلي امنیتي پېښو کې لاس لري، هغه ادعا چې افغان چارواکو تل رد کړې ده. اسلامي امارت په وار وار اعلان کړی، چې د سولې او ثبات د تامین لپاره د پاکستان د بېلابېلو ډلو ترمنځ د دغه هېواد له حکومت سره منځګړیتوب ته چمتو دی، خو د پاکستان حکومت له دغو وړاندیزونو سره مخالفت کړی دی.