دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 301681
افغانستان د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره هر کال تر ۲۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو د هېواد د رسنیو په مرکز کې په یوه خبري غونډه کې د اقلیم د بدلون په کنفرانس (کوپ۲۹) کې د اسلامي امارت د استازو ګډون د لومړي ځل لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د خلکو او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقلیمي بدلونونو د مخنیوي په برخه کې د پام وړ پرمختګ وشي. په پام کې ده چې افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د زیانمنونکو هېوادونو لپاره ۳۰۰ میلیارده ډالره بودجه ځانګړې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفرانس (COP29) کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون د پایلو د اعلان په موخه پرون یکشنبه (قوس ۱۱مه) یوه خبري ناسته وکړه. 
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالقي وویل، د اقلیم د بدلون په کنفرانس (کوپ۲۹) کې د لومړي ځل لپاره د اسلامي امارت د هیئت ګډون یو لوی بریالیتوب وباله او زیاته یې کړه، چې په همدې غونډه کې د افغانستان د روان وضعیت روښانه انځور نړۍ ته وړاندې شو.
هغه پرمختللي هېوادونه د اقلیم د بدلون اصلي لامل وباله او زیاته یې کړه، چې افغانستان د شنو خونو د ګازو په تولید کې ۰.۰۸ سلنه ونډه لري، خو د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو ډېر زیانونه اوښتي دي.
ښاغلي خلیص څرګنده کړه، چې په ياده ناسته کې افغان پلاوي هڅه وکړه، چې نړيواله ټولنه قانع کړي، چې د اقليمي او چاپېريال د بدلون مسئله له سياست سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې دا يوه ټولنيزه او انساني ستونزه ده.
ده همداراز وویل چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله له ۲،۵ میلیونو څخه زیات خلک بې ځایه شوي او د ۱۳ میلیونو ډالرو په ارزښت زیربناوې له منځه تللي دي.
هغه وویل، په دې برخه کې د اقلیم د بدلون په کنفرانس (کوپ۲۹) کې د اقلیم د بدلون په وړاندې د افغانستان د زیانونو په اړه مفصل بحثونه شوي دي.
د دې ادارې چارواکي وايي، په ياده شوې غونډه کې تر ۲۰۳۵ کال پورې د اقليمي بدلون له امله د زيانمنو هېوادونو لپاره ۳۰۰ ميليارده ډالره ځانګړي شوي او افغانستان د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هر کال شاوخوا ۲۰،۶ ميليارده ډالرو ته اړتيا لري.
د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولینو زیاته کړه، چې د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې د افغانستان د ۳۲ ځنډېدلو پروژو په اړه هم خبرې وشوې.
دوی زیاتوي، چې دوی ته د اقلیمي بدلون د څلورو بودیجو له خوا شنه څراغ ورکړل شوی او ژمنه یې کړې، چې په دې هېواد کې به ۱۴ پروژې پیل کړي.
دغه راز د دغه رياست مسوولينو په دې غونډه کې د افغانستان بله لاسته راوړنه په دې برخه کې له بوديجې څخه د څه دپاسه سل مليونو ډالرو په ارزښت د پروژو وړانديز وباله.
https://avapress.net/vdcevz8xzjh87pi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته