دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۱۰
د مطلب کود : 300760
په نيمروز ولايت کې د ٣٥ مرغانو د قاچاق مخه ونيول شوه
د نيمروز ولايت د چاپېريال ساتنې مسوولين وايي چې له دغه ولايت څخه يې د يوه کس له خوا د ٣٥ وحشي مرغانو د قاچاق مخه نيولې ده.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د نیمروز ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس مولوی حبیب الله مظهری وایی چې د دغه ولایت د امنیتی ځواکونو په همکارۍ یې د ۳۵ مرغانو د قاچاق مخه نیولې چې یو څوک یې د قاچاق هڅه کوله. 
 
د هغه په ​​وينا، دغه مرغان د مسوولينو په شتون کې په ځنګلونو کې خوشې شوي، څو د دوى د نسل د له منځه تلو مخه ونيول شي.
 
د هرات ولايت د چاپيريال ساتنې رييس دغه راز زياته کړه: د رئيس الوزرل د دفتر د ١١٤ ګڼې فرمان له مخې په ټول هېواد کې د مرغانو او وحشي حيواناتو ښکار منع دى.
 
ده دغه راز ټينګار وکړ: که خلک د چاپيريال له قانون څخه سرغړونه وکړي او د وحشي مرغانو او حيواناتو ښکار وکړي له هغوى سره به قانوني چلند وشي او د دغه ولايت محکمې ته به حاضر شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د بدخشان ولایت د شکۍ ولسوالۍ اوسېدونکو د نسواري خره ښکار او له منځه وړي وو، چې د چارواکو او خلکو له توند غبرګون سره مخ شول.
https://avapress.net/vdcb0gbfgrhbgzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته