افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې دغه سفر د کاپیسا ولایت د کرنې رئیس مولوي محمد رحیم نعماني او د هغه پلاوي په مشرۍ ترسره شو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې پروژې موخه د نیالګیو د تولید لپاره د یوې لوحې راژوندي کول او د محلي ټولنو د شنو خونو او اقتصاد د پیاوړتیا او همدارنګه د اسلامي امارت او د ولایت د خلکو اړتیاوې پوره کول دي.
د نوموړي په وينا، په دې پروژه کې ٥٠ مستقيم او ٢٥٠ په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې او په پام کې ده، چې په راتلونکو درېيو تر پنځو کلونو کې په سيمه کې تر ٥٠ زره ډېر بېلابېل نيالګي جوړ کړي.
چاپېریال پوهان وايي چې دا پروژه به نه یوازې د ځنګلونو په ساتنه کې مرسته وکړي، بلکې د خاورې ساتنه، د ځمکې سطحې او اوبه پیاوړې کړي او د سیلابونو مخه ونیسي.