دخپریدو نیټه :شنبه ۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 299279
د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د چين او افغانستان ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست په چین کې د اسلامي امارت له سفیر سره وکتل او د افغانستان او چین د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د چین په پلازمینه بیجینګ کې د افغانستان سفارت سره وکتل.
 
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، ښاغلي منصور په چین کې د افغانستان له سفیر مولوي بلال کریمي سره د افغانستان او چین ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې کړې دي.
 
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین اړیکې د باور وړ وبللې او د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا او پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
 
ښاغلي منصور د خپل سفر په ترڅ کې په چین کې د چینايي شرکت MCC له چارواکو سره هم وکتل او پر یو لړ مهمو مسایلو یې خبرې وکړې.
 
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په دې ناسته کې د دغه شرکت مسوولینو د مس عینک پروژې د اوبو او برېښنا پر ستونزو خبرې وکړې او ښاغلي منصور ورته د حل ډاډ ورکړ.
https://avapress.net/vdcd5n0xnyt0nx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته