دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 298833
په غور کې لسګونه پولیس له مسلکي او نظامی زده کړو فارغ شول
په غور ولایت کې لسګونه پولیس د مسلکي او نظامی زده کړو د کورس له بشپړولو وروسته فارغ شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غور د امنیه قوماندانۍ د جلب او جذب قوماندان مولوی عبدالمجید نصرت ابو ایوب په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل چې دغه روزنیز پروګرام د بلخ د امنیه قوماندانۍ له خوا پیل شوی و.
 
هغه زیاته کړه، د هېواد پولیس او امنیتي ځواکونه د هرې ورځې په تېرېدو سره مسلکي او تجربه لرونکي کېږي.
 
د نصرت په وينا، د بلخ د امنيه قوماندانۍ له روزنيز کورس څخه ٥٠ پوليس فارغ شوي دي.
 
هغه ټینګار وکړ، چې د غور د پولیسو د لا مسلکي کولو لپاره هڅې روانې دي، څو د دغه ولایت پولیس وکولای شي په ښه توګه نظام او ولس ته خدمت وکړي.
https://avapress.net/vdcipvarpt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته