کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور کې لسګونه پولیس له مسلکي او نظامی زده کړو فارغ شول

27 میزان 1403 ساعت 13:50

په غور ولایت کې لسګونه پولیس د مسلکي او نظامی زده کړو د کورس له بشپړولو وروسته فارغ شول.


آوا - کابل: د غور د امنیه قوماندانۍ د جلب او جذب قوماندان مولوی عبدالمجید نصرت ابو ایوب په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل چې دغه روزنیز پروګرام د بلخ د امنیه قوماندانۍ له خوا پیل شوی و.
 
هغه زیاته کړه، د هېواد پولیس او امنیتي ځواکونه د هرې ورځې په تېرېدو سره مسلکي او تجربه لرونکي کېږي.
 
د نصرت په وينا، د بلخ د امنيه قوماندانۍ له روزنيز کورس څخه ٥٠ پوليس فارغ شوي دي.
 
هغه ټینګار وکړ، چې د غور د پولیسو د لا مسلکي کولو لپاره هڅې روانې دي، څو د دغه ولایت پولیس وکولای شي په ښه توګه نظام او ولس ته خدمت وکړي.


د مطلب کود: 298833

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298833/په-غور-کې-لسګونه-پولیس-له-مسلکي-او-نظامی-زده-کړو-فارغ-شول

آوا
  https://www.avapress.net