دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 298823
د کراچۍ د پولیسو له بند څخه یو افغان وګړی خوشې شو
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت قونسلګرۍ اعلان کړی چې د دغه ښار د مچکوي له پولیسو ۱۵ افغان بندیان خوشي شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان قونسلګرۍ د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دغه کسان د بېلابېلو دلایلو له مخې نیول شوي دي.
 
په خوشې شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.
 
دوه ورځې وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت قونسل جنرال د سندهـ صوبې له زندانونو د څه کم ۶۰ افغان بندیانو د خوشي کولو اعلان وکړ.
 
د هغه په ​​وينا، اوسمهال د دغه ولايت په بېلابېلو زندانونو کې څه باندې ٩٠٠ افغانان بنديان دي.
 
څو ورځې وړاندې د سند صوبې له زندانونو ۴۴ افغان بندیان خوشې شول.
https://avapress.net/vdchi6nix23nw6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته