کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کراچۍ د پولیسو له بند څخه یو افغان وګړی خوشې شو

27 میزان 1403 ساعت 11:16

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت قونسلګرۍ اعلان کړی چې د دغه ښار د مچکوي له پولیسو ۱۵ افغان بندیان خوشي شوي دي.


آوا: د افغانستان قونسلګرۍ د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دغه کسان د بېلابېلو دلایلو له مخې نیول شوي دي.
 
په خوشې شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.
 
دوه ورځې وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت قونسل جنرال د سندهـ صوبې له زندانونو د څه کم ۶۰ افغان بندیانو د خوشي کولو اعلان وکړ.
 
د هغه په ​​وينا، اوسمهال د دغه ولايت په بېلابېلو زندانونو کې څه باندې ٩٠٠ افغانان بنديان دي.
 
څو ورځې وړاندې د سند صوبې له زندانونو ۴۴ افغان بندیان خوشې شول.


د مطلب کود: 298823

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298823/د-کراچۍ-پولیسو-له-بند-څخه-یو-افغان-وګړی-خوشې-شو

آوا
  https://www.avapress.net