افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د عوایدو د تنظیم رئیس عظیم الله کامران د جوزجان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په کتنه کې د مسافرو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو او د تمځایونو د معیاري کولو په اړه ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه: "د جوزجان ولایت د مسافرینو تمځایونه باید مشخص او مناسب ځای ولري، ترڅو مسافرین ګډوډ نه شي او دا هم باید وڅارل شي."
کامران څرګنده کړه، چې د معیاري مسافر وړونکو تمځایونو جوړول یې لومړیتوب دی او په دې برخه کې ټولې اسانتیاوې په ځانګړې توګه د لمانځه خونې شتون لري، څو مسافر له کومې ستونزې سره مخ نه شي.
له بلې خوا د جوزجان ولايت مرستيال مولوي نورالدين عمير هم په دې کتنه کې زياته کړه: موږ هڅه کړې ده چې د دغه ولايت د مسافر وړونکي تمځي لپاره يو مناسب او مشخص ځاى برابر کړو او غوښتنه مو دا ده چې مناسب ځاى په پام کې ونيول شي.
د يادونې وړ ده، چې جوزجان ولايت له بلخ، فارياب او سرپل ولايتونو سره ګډه پوله لري او دغه هېواد له ازبکستان او ترکمنستان سره هم نښلوي.