کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان ولایت کې د مسافر وړونکو موټرو د تمځایونو تنظیم

25 میزان 1403 ساعت 20:09

د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د عوایدو د تنظیم رئیس جوزجان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مسافرو لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او ویې ویل، د جوزجان ولایت په ګډون د هېواد په کچه د مسافر وړونکو موټرو تمځایونه باید معیاري او اسانتیاوې ولري.


آوا - مزارشریف: د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د عوایدو د تنظیم رئیس عظیم الله کامران د جوزجان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په کتنه کې د مسافرو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو او د تمځایونو د معیاري کولو په اړه ټینګار وکړ. 
هغه زیاته کړه: "د جوزجان ولایت د مسافرینو تمځایونه باید مشخص او مناسب ځای ولري، ترڅو مسافرین ګډوډ نه شي او دا هم باید وڅارل شي."
کامران څرګنده کړه، چې د معیاري مسافر وړونکو تمځایونو جوړول یې لومړیتوب دی او په دې برخه کې ټولې اسانتیاوې په ځانګړې توګه د لمانځه خونې شتون لري، څو مسافر له کومې ستونزې سره مخ نه شي.
له بلې خوا د جوزجان ولايت مرستيال مولوي نورالدين عمير هم په دې کتنه کې زياته کړه: موږ هڅه کړې ده چې د دغه ولايت د مسافر وړونکي تمځي لپاره يو مناسب او مشخص ځاى برابر کړو او غوښتنه مو دا ده چې مناسب ځاى په پام کې ونيول شي.
د يادونې وړ ده، چې جوزجان ولايت له بلخ، فارياب او سرپل ولايتونو سره ګډه پوله لري او دغه هېواد له ازبکستان او ترکمنستان سره هم نښلوي.


د مطلب کود: 298738

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298738/په-جوزجان-ولایت-کې-د-مسافر-وړونکو-موټرو-تمځایونو-تنظیم

آوا
  https://www.avapress.net