افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مخابراتو د دفتر (TLO) له خوا د اقلیم د بدلون په اړه د افغان ځوانانو تر عنوان لاندې کنفرانس د اسلامی امارت د مسؤلینو، د پوهنتونونو د استادانو، کارپوهانو او یو شمیر ځوانانو په ګډون جوړ شو.
د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسلکي او پالیسۍ مرستیال زین العابدین عابد په دې کنفرانس کې وویل چې د چاپېریال په مسلو په ځانګړي ډول د اقلیم د بدلون په اړه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې چلند غیر عادلانه او په هېواد کې د چاپېریال ساتنې پروژې دي.
ښاغلي عابد د اقلیم له بدلون سره په مبارزه کې د ځوانانو رول مهم وباله او پر ځوانانو، علمي بنسټونو، رسنیو او د چاپېریال ساتنې پر فعالانو یې غږ وکړ چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
ګډونوالو د اقلیمي ننګونو په اړه هم خبرې وکړې چې ځوانان ورسره مخ دي، د اقلیم له بدلون سره په مبارزه کې د ځوانانو د ګډون پر لارو چارو، د اقلیم مالي چارو ته د لاسرسي لپاره د فرصتونو رامینځته کول او نورو مسلو.