کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چاپېریال په اړه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې چلند غیر عادلانه دی

21 میزان 1403 ساعت 11:08

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د مسلکي او پالیسۍ مرستیال په کابل کې د اقلیم د بدلون په اړه د افغان ځوانانو په کنفرانس کې د چاپېریال مسلو په ځانګړې توګه د اقلیم د بدلون په اړه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې چلند غیر عادلانه وباله.


آوا - کابل: د مخابراتو د دفتر (TLO) له خوا د اقلیم د بدلون په اړه د افغان ځوانانو تر عنوان لاندې کنفرانس د اسلامی امارت د مسؤلینو، د پوهنتونونو د استادانو، کارپوهانو او یو شمیر ځوانانو په ګډون جوړ شو. 
د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسلکي او پالیسۍ مرستیال زین العابدین عابد په دې کنفرانس کې وویل چې د چاپېریال په مسلو په ځانګړي ډول د اقلیم د بدلون په اړه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې چلند غیر عادلانه او په هېواد کې د چاپېریال ساتنې پروژې دي. 
ښاغلي عابد د اقلیم له بدلون سره په مبارزه کې د ځوانانو رول مهم وباله او پر ځوانانو، علمي بنسټونو، رسنیو او د چاپېریال ساتنې پر فعالانو یې غږ وکړ چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
ګډونوالو د اقلیمي ننګونو په اړه هم خبرې وکړې چې ځوانان ورسره مخ دي، د اقلیم له بدلون سره په مبارزه کې د ځوانانو د ګډون پر لارو چارو، د اقلیم مالي چارو ته د لاسرسي لپاره د فرصتونو رامینځته کول او نورو مسلو.


د مطلب کود: 298414

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298414/د-چاپېریال-په-اړه-له-افغانستان-سره-نړیوالې-ټولنې-چلند-غیر-عادلانه-دی

آوا
  https://www.avapress.net