افغان غږ خبری آژانس: د سما خبري آژانس د خبر له مخې، د حماس غورځنګ یو جګپوړي چارواکي اسامه حمدان اعلان کړی، چې د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر مشر یحیی السنوار به ډېر ژر و فلسطین او ټولې نړۍ ته مستقیم پیغام ورکړي.
په همدې حال کې دصهیونیسټ رژیم ټلویزیون ۱۲ چینل خبر ورکړ چې د صهیونیسټ د اخلی امنیت ادارې (شاباک) د یحیی السنوار د وژلو لپاره ځانګړی کاري ځواک جوړ کړی دی.
د دغه راپور له مخې، د غزې په تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې، شباک د السنوار د خوځښتونو د څارنې لپاره یوه استخباراتي ډله جوړه کړې او دغه ډله ۲۴ ساعته فعاله ده.
دغه راپور زیاتوی چې د صهیونیسټ رژیم امنیتی دستګاه د السنوار د تعقیبولو لپاره ډیرې پیسې په پام کې نیولی دی.
حماس غورځنګ یحیی السنوار د شهید اسماعیل هنیه د ځای ناستی په توګه وټاکه. هغه چې ۶۲ کاله عمر لري په غزه کې د حماس مشر و.
دا پریکړه د ۱۴۰۳ کال د اسد د میاشتې په لسمه نیټه د حماس د غورځنګ د سیاسي دفتر د پخواني مشر اسماعیل هنیه له شهادت وروسته شوې ده چې په تهران کښې د صهیونیسټي رژیم په ړندو او بزدلانه عملیاتو کښې له خپل ساتونکي سره شهید شو.
صهیونیسټ رژیم د غزې د تړانګې په ضد د جنګ له هدفونو څخه د السنوار د له مینځه وړلو اعلان کړی خو تراوسه یې دغه پلان ته په رسیدو کښې پاتې راغلی دی .
په ۱۹۸۹ میلادی (۱۳۶۸ لمریز) کال کښې د صهیونیسټی محکمې له خوا د صهیونیسټی رژیم او ازادو بندیانو ترمینځ په معاملې او تبادله کښې د صهیونیسټی محکمې له خوا السنوار په ۲۵ کاله بند محکوم شو خو بالاخره له ۲۲ کاله بند وروسته په ۲۰۱۱ میلادی کال کښې آټزاد شو.