دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 296897
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱ زره ۲۰۶ تنو ته ورسید
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۴۱۲۰۶ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱ زره ۲۰۶ او د زخمیانو شمیر ۹۵ زره ۳۳۷ تنو ته رسیدلی دی.

دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۲۴ کسان شهیدان او ۵۷ نور ژوبل شول.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، شاوخوا لس زره کسان لا هم تر خاورو لاندې دي.
https://avapress.com/vdcgy39xuak9y74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته