کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱ زره ۲۰۶ تنو ته ورسید

25 سنبله 1403 ساعت 14:09

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۴۱۲۰۶ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱ زره ۲۰۶ او د زخمیانو شمیر ۹۵ زره ۳۳۷ تنو ته رسیدلی دی.

دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۲۴ کسان شهیدان او ۵۷ نور ژوبل شول.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، شاوخوا لس زره کسان لا هم تر خاورو لاندې دي.


د مطلب کود: 296897

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296897/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۴۱-زره-۲۰۶-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com