دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 296922
د هوايي ځواک د پیلوټانو د فراغت مراسم/ حقاني د هېواد د هوايي ځواک پر پياوړتيا او تجهيز ټينګار وکړ
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د پخواني حکومت د سقوط په ورځو کې ازبکستان ته د افغان الوتکو پر سپارلو نیوکه وکړه، هوايي ځواکونه یې د هېواد اصلي مدافعین وبلل او د دغو ځواکونو د ظرفیتونو په لوړولو او تجهیز یې ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: سراج الدین حقاني چې د ملي دفاع وزارت له دفاعي پوهنتون څخه د پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې ډېر ژر به نړۍ ته دا ثابته شي چې اسلامي امارت په مختلفو برخو کې په ځان بسیا دي.

هغه وويل: "زموږ هوايي ځواکونه د وطن اصلي ساتونکي دي، نن که نړۍ په دې وغندي، چې موږ هوايي او ځمکنۍ دفاع نه لرو او استعداد نه لرو، خو په عمل کې به ثابت شي او تاسو ته نن یې وښوده.

د هېواد د وسله والو ځواکونو لوى درستيز د جمهوري رياست د سقوط پر مهال ګاونډيو هېوادونو ته د افغان الوتکو پر لېږد سخته نيوکه وکړه او دا يې له خلکو او هېواد سره خيانت وباله.

فصیح الدین فطرت د پخواني حکومت امنیتي ځواکونو ته چې له افغانستان څخه بهر دي په خطاب کې وویل چې د اسلامي امارت وسلې د دوی پر مخ خلاصې دي او کولای شي هېواد ته راستانه شي او د خلکو خدمت وکړي.

د ملي دفاع وزارت دغه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړ، هغه کسان چې د بهرنیانو په امر د هېواد د امنیتي وضعیت د ګډوډولو هڅه کوي د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.

هغه وویل: هغه حکومت چې اوسمهال په افغانستان کې حاکم دی خپلواک دی او د افغانستان ټوله خاوره کنټرولوي او په بشپړه توګه خپلواکه ده او که څوک وغواړي چې دلته امنیت ګډوډ کړي، غږ پر کوو چې راځئ دا کارونه ودروو ترڅو زموږ پاتې ملت په بشپړ آرام او هوساینې کې وي.

په دې پروګرام کې چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هم حضور درلود، د اسلامي امارت د رهبرۍ هدف په هیواد کې د اسلام د تطبیق او د شریعت د حاکمیت ټینګښت دي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وویل: هر هغه چارواکی چې په هره کچه دنده پر مخ وړي، د دې تګلارې تعقیب، درناوی او ملاتړ یې د هغه مسوولیت دی.

باید وویل شي، چې د شنبې په ورځ د هوايي ځواک او هوايي دفاع له پوهنتون څخه درې پیلوټان ​​فارغ او ۱۲۰ تنه نور په دغه پوهنتون کې استخدام شول.
https://avapress.com/vdcf0vd00w6d11a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته