دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 296915
د پاکستان له زندانونو څخه ۴۴ تنه افغان بندیان خوشي شول
په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د پاکستان د سند صوبې له زندانونو د ۴۴ تنو د خوشې کولو اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه قونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې ۲۱ د دیني مدرسو زده کوونکي هم شامل دي.

په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ ویلي دي چې د دغه هیواد اتباع د قانوني سفري اسنادو د نشتوالي له امله د خپل بند د پوره کیدو سره سره د سندهـ په زندانونو کې وو.

په کراچۍ کې د دغه هېواد قونصل جنرال عبدالجبار تخاري وايي، د سندهـ په زندانونو کې له ۱۵ تر ۲۰ نور کسان هم بنديان دي.
https://avapress.com/vdchz-nim23nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته