په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د پاکستان د سند صوبې له زندانونو د ۴۴ تنو د خوشې کولو اعلان کړی دی.
د پاکستان له زندانونو څخه ۴۴ تنه افغان بندیان خوشي شول
26 سنبله 1403 ساعت 9:41
په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د پاکستان د سند صوبې له زندانونو د ۴۴ تنو د خوشې کولو اعلان کړی دی.
آوا - کابل: د دغه قونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې ۲۱ د دیني مدرسو زده کوونکي هم شامل دي.
په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ ویلي دي چې د دغه هیواد اتباع د قانوني سفري اسنادو د نشتوالي له امله د خپل بند د پوره کیدو سره سره د سندهـ په زندانونو کې وو.
په کراچۍ کې د دغه هېواد قونصل جنرال عبدالجبار تخاري وايي، د سندهـ په زندانونو کې له ۱۵ تر ۲۰ نور کسان هم بنديان دي.
د مطلب کود: 296915