د حماس غورځنګ یوه جګپوړي چارواکي اعلان وکړ چې د حماس د سیاسي دفتر مشر به ډېر ژر فلسطین او ټولې نړۍ ته مستقیم پیغام ورکړي.
یحیی السنوار به ډیر ژر نړۍ ته په خطاب کې یو پیغام خپور کړي
26 سنبله 1403 ساعت 11:17
د حماس غورځنګ یوه جګپوړي چارواکي اعلان وکړ چې د حماس د سیاسي دفتر مشر به ډېر ژر فلسطین او ټولې نړۍ ته مستقیم پیغام ورکړي.
آوا: د سما خبري آژانس د خبر له مخې، د حماس غورځنګ یو جګپوړي چارواکي اسامه حمدان اعلان کړی، چې د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر مشر یحیی السنوار به ډېر ژر و فلسطین او ټولې نړۍ ته مستقیم پیغام ورکړي.
په همدې حال کې دصهیونیسټ رژیم ټلویزیون ۱۲ چینل خبر ورکړ چې د صهیونیسټ د اخلی امنیت ادارې (شاباک) د یحیی السنوار د وژلو لپاره ځانګړی کاري ځواک جوړ کړی دی.
د دغه راپور له مخې، د غزې په تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې، شباک د السنوار د خوځښتونو د څارنې لپاره یوه استخباراتي ډله جوړه کړې او دغه ډله ۲۴ ساعته فعاله ده.
دغه راپور زیاتوی چې د صهیونیسټ رژیم امنیتی دستګاه د السنوار د تعقیبولو لپاره ډیرې پیسې په پام کې نیولی دی.
حماس غورځنګ یحیی السنوار د شهید اسماعیل هنیه د ځای ناستی په توګه وټاکه. هغه چې ۶۲ کاله عمر لري په غزه کې د حماس مشر و.
دا پریکړه د ۱۴۰۳ کال د اسد د میاشتې په لسمه نیټه د حماس د غورځنګ د سیاسي دفتر د پخواني مشر اسماعیل هنیه له شهادت وروسته شوې ده چې په تهران کښې د صهیونیسټي رژیم په ړندو او بزدلانه عملیاتو کښې له خپل ساتونکي سره شهید شو.
صهیونیسټ رژیم د غزې د تړانګې په ضد د جنګ له هدفونو څخه د السنوار د له مینځه وړلو اعلان کړی خو تراوسه یې دغه پلان ته په رسیدو کښې پاتې راغلی دی .
په ۱۹۸۹ میلادی (۱۳۶۸ لمریز) کال کښې د صهیونیسټی محکمې له خوا د صهیونیسټی رژیم او ازادو بندیانو ترمینځ په معاملې او تبادله کښې د صهیونیسټی محکمې له خوا السنوار په ۲۵ کاله بند محکوم شو خو بالاخره له ۲۲ کاله بند وروسته په ۲۰۱۱ میلادی کال کښې آټزاد شو.
د مطلب کود: 296928