دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 296916
د فوټسال نړیوال جام؛ په لومړي قدم کې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې بریا
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د نړیوال جام لومړۍ لوبه له انګولا څخه د ۶-۴ په توپیر وګټله.
افغان غږ خبری آژانس: د دغه لوبې په لومړۍ نیمايي کې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې ۵-۲ مخته وه.

په لومړۍ نیمايي کې اکبر کاظمي دوه ګوله، امید غضنبري، حسین محمدي او مهدي نوروزي یو، یو ګولونه ووهل.

په دوهمه نیمايي کې د انګولا لوبډلې وکولای شول چې لوبه په لومړي سر کې ۳-۵ مساوي کړي، خو د لوبې په وروستیو دقیقو کې حسین پور د هېواد د ملي لوبډلې په ګټه ۶-۳ لوبه وکړه.

په وروستیو ثانیو کې د انګولا لوبډلې یو بل ګول د افغانستان په ګټه ترسره کړ او په پای کې دغه لوبه د ۶-۴ په توپیر د هېواد د ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په نړیوال جام کې ګډون کوي.

په راتلونکو دوو لوبو کې به افغانستان په C ګروپ کې د چهارشنبې او جمعې په ورځو (د سنبلې ۲۸ او ۳۰) له ارجنټاین او اوکراین سره لوبه کوي.
https://avapress.com/vdcizqarqt1a332.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته