کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فوټسال نړیوال جام؛ په لومړي قدم کې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې بریا

26 سنبله 1403 ساعت 9:46

د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د نړیوال جام لومړۍ لوبه له انګولا څخه د ۶-۴ په توپیر وګټله.


آوا: د دغه لوبې په لومړۍ نیمايي کې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې ۵-۲ مخته وه.

په لومړۍ نیمايي کې اکبر کاظمي دوه ګوله، امید غضنبري، حسین محمدي او مهدي نوروزي یو، یو ګولونه ووهل.

په دوهمه نیمايي کې د انګولا لوبډلې وکولای شول چې لوبه په لومړي سر کې ۳-۵ مساوي کړي، خو د لوبې په وروستیو دقیقو کې حسین پور د هېواد د ملي لوبډلې په ګټه ۶-۳ لوبه وکړه.

په وروستیو ثانیو کې د انګولا لوبډلې یو بل ګول د افغانستان په ګټه ترسره کړ او په پای کې دغه لوبه د ۶-۴ په توپیر د هېواد د ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په نړیوال جام کې ګډون کوي.

په راتلونکو دوو لوبو کې به افغانستان په C ګروپ کې د چهارشنبې او جمعې په ورځو (د سنبلې ۲۸ او ۳۰) له ارجنټاین او اوکراین سره لوبه کوي.


د مطلب کود: 296916

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296916/د-فوټسال-نړیوال-جام-په-لومړي-قدم-کې-هېواد-ملي-لوبډلې-بریا

آوا
  https://www.avapress.com