دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 295517
د لبنان د حزب الله لخوا د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د ډرون او راکټونو پراخه بریدونه
نن سهار (دوشنبه، د اسد ۲۹) رسنیو اعلان وکړ، چې د لبنان د حزب الله د ډرون او راکټی بریدونو په ترڅ کې د فلسطین په شمالی سیمو او صهیونیسټی پوځی اډو بریدونه شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: اسرائیلي رسنیو د اشغال شوي فلسطین په شمالي برخه کې د الارم له غږیدو وروسته په دغه سیمه کې د لبنان د حزب الله له خوا د یوه نوي ډرون برید خبر ورکړی دی.

د الجزیرې خبریال هم راپور ورکړی چې د نیواک شویو ښارونو عکا، نهاریه او د ازوریت او شاتولا د صهیونیسټي میشت ځایونو په ګډون په مختلفو سیمو کې د خبرداري غږونه غږول شوي دي.

دا له هغه وروسته ده چې اشغالګر پوځ د لوېدیځ ګیللي په سیمه کې د حزب الله د ډرون الوتکو د اوسپنې د ډوم د فعالولو او د څو مداخلې کوونکو توغندیو د ویشتلو اعلان وکړ او اعلان یې وکړ چې د څو بې پیلوټه الوتکو په ویجاړولو بریالي شوي، خو په عین حال کې یې تایید کړه چې د حزب الله څو ډرون بې پیلوټه الوتکو په نښه کړي وو.

د یدیعوت احرانوت ورځپاڼې هم دغه خبر خپور کړی او لیکلي یې دي، چې نن سهار د حزب الله ډرون او توغندي مستقیماً پر خپلو اهدافو ویشتل شوي دي.

د صهیونیسټ رژیم 12 چینل هم خبر ورکړی دی چې د حزب الله یوه بې پیلوټه الوتکه د نیواکګر فلسطین په شمال کښې د یارا په ښارګوټی کښې نسکوره شوې او واله ویب پاڼې راپور ورکړی چې په دغه برید کښې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوی او ژوبل شوی دی.

اسراییلي رسنیو بیا اعلان وکړ چې د حزب الله د یوې بې پیلوټه الوتکې د اشغالګرو پوځیانو پر یوه مرکز د برید په پایله کې یو اسراییلی عسکر وژل شوی او یو بل تن سخت ټپي شوی دی.

خو عبراني وېبپاڼې "هدشوت بازمن" د اسراییلي تلفاتو شمېر تر دې زیات اټکل کړی او لیکلي یې دي چې په دې برید کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د دغه رپورټ له مخې د ياره سيمې په لور د توغول شويو پنځو ډرونونو له جملې څخه د قابض پوځ يوازې دوه بې پيلوټه الوتکې په نښه او ويجاړې کړې او پاتې درې بې پيلوټه الوتکو په دقيقه توګه خپل هدف په نښه کړ.

د دې خبر له خپریدو څو شیبې وروسته عبراني سرچینو ومنله چې د پورته یادو شویو بې پیلوټه الوتکو سربیره، د حزب الله څو راکټونه د اشغال شوي فلسطین په شمالي سیمو کې په کرنه لګیدلي دي.

د لبنان حزب الله هم په خپله لومړنۍ بیانیه کښې د صهیونیسټی نیواکګرو په پوستو باندې د سهار د حملې په اړه اعلان وکړ چې دغه حملې د فلسطین له مظلوم ولس او د هغوی له مقاومت او همداشان د لبنان په جنوبی کلیو په تیره بیا د اسرائیلو د تیریو په ځواب کښې دی.
https://avapress.com/vdcezn8wfjh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته