دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۳۸
د مطلب کود : 295358
په باميان کې ۱۴ جريبه کرنيزه ځمکه د نشه يي توکو له کښت څخه پاکه شوه
د باميان ولايت امنيه قومانداني وايي، د دې ولايت په سيغان ولسوالۍ کې څه باندې ۱۴ جريبه کرنيزه ځمکه د نشه يي توکو له کښت څخه پاکه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس – بامیان: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر د افغان غږ خبری آژانس خبری آژانس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلی چې نن (پنجشنبه د اسد ۲۵مه) د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه‎يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د یوې غونډې په ترڅ کې… په سیغان ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې څه باندې ۱۴ جریبه کرنیزه ځمکه د تریاکو او چرسو له کښت څخه پاکه شوې ده.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې ادارې منسوبینو په هېواد کې د نشه يي توکو د کښت د مخنیوي په اړه د امنیه قومندانۍ د رهبرۍ د هدایت او د اسلامي امارت د رهبرۍ له فرمان سره سم په یوه عملیاتي پلان کې په همغږۍ او د د سيغان ولسوالۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت د منسوبينو په همکارۍ چې له امله يې څه د پاسه ١٤ جريبه کرنيزه ځمکه د ترياکو او چرسو له کښت څخه پاکه او په بشپړه توګه له منځه وړل شوې ده.
 
تر دې مخکې د باميانو ولايت امنيه قوماندان د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د لسګونو جريبه ځمکې د نشه يي توکو له کښت څخه د ويجاړولو او پاکولو اعلان کړى و.
https://avapress.com/vdchmmni623nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته