دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 290495
د کابل په صنعتي پارکونو کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د جامو یوه فابریکه پرانیستل شوه
د صنعتکارانو د ټولنې مسوولینو د دې ټولنې په همکارۍ او یو سوداګر چې تازه هېواد ته راستون شوی، د کابل د پلچرخي په صنعتي پارک کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د جامو د یوې فابریکې د پرانیستلو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنعتکارانو د ټولنې مسوولینو د دې ټولنې په همکارۍ او یو سوداګر چې تازه هېواد ته راستون شوی، د کابل د پلچرخي په صنعتي پارک کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د جامو د یوې فابریکې د پرانیستلو اعلان وکړ.

د ملي تلويزيون د خبر له مخې، د صنعتکارانو د ټولنې مسوولين وايي، چې د فابريکو په جوړېدو سره د اقتصادي ودې، د کار پيدا کولو د ګټو تر څنګ د بېوزلۍ کچه هم کمېږي.

په ورته وخت کې د صنعتکارانو د ټولنې رئیس عبدالجبار صافي زیاته کړه چې موږ له اسلامي امارت سره یو ځای هڅه کوو چې هغه کسان چې له هېواده وتلي او یا یې خپله سرمایه له هېواده بهر ته لېږدولې ده بېرته راستانه شي.

همدارنګه د کابل د صنعتکارانو د ټولنې د اجرایوي بورډ رئیس شبیر بشیري زیاته کړه چې د پانګونې زیاتوالی به د افغانستان دوامداره پرمختګ تضمین کړي او د تولیداتو په برخه کې به په افغانستان کې د کارموندنې زمینه پراخه کړي.

بل خوا د دې فابريکې مشر وايي، د جامو د توليد په برخه کې د يو ميليون ډالرو په ارزښت پانګونه شوې.

له بلې خوا هغه کارکوونکي چې په دې فابريکه کې په کار بوخت دي د توليدي فابريکې جوړول د هېواد د توليد د ودې او د کار د پيدا کولو په برخه کې مهم بولي.

د یادولو وړ ده چې د جامو جوړولو فابریکه په هیواد کې د سنګ شرکت لخوا په داسې حال کې جوړه شوې چې اسلامي امارت تل له کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو څخه د هیواد په بیلابیلو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
https://avapress.com/vdceo78wnjh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته