افغان غږ خبری آژانس - کابل: ارګ په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سره صلیب د نړیوال کمیټي د آسیا څانګې له مشر الکساندر میتیو سره وکتل.
په دې کتنه کې میتیو له افغانستان سره په بشردوستانه او روغتیايي برخو کې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال کمیټي پر مرستو ټینګار وکړ او ویې ویل، دوی هڅه کوي چې سږ کال له افغانستان سره د خپلو مرستو کچه لوړه کړي او د اوږد مهال مرستو لپاره لاره هواره کړي.
ښاغلي میتیو زیاته کړه، سره صلیب د مرستو په رسولو کې د افغانستان له اړوندو څانګو سره ښې اړیکې لري.
د هغه په وينا، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو دويم پړاو د افغانستان پر بشري وضعيت منفي اغېز کړى او په دې برخه کې يې خپله اندېښنه له پاکستاني چارواکو سره شريکه کړې او د دې لړۍ د بندېدو غوښتنه يې کړې ده.
د سره صليب د اسيايي برخې مشر زياته کړه، چې له افغاني سرې مياشتې سره د اسلامي امارت ملاتړ کولاى شي د مرستندويه هېوادونو او بنسټونو زياتې مرستې راجلب کړي.
له بلې خوا د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وايي چې په افغانستان کې د بشپړ امنيت په تامينولو سره د بشري او روغتيايي فعاليتونو لپاره ښه پلاتفورم رامنځته شوى دى.
دجمهوري رياست سياسي مرستيال په يو شمير ولايتونو کې روغتونونو ته د سره صليب د مرستو د بيا پيل غوښتنه وکړه او ويې ويل چې اسلامي امارت د بشري مرستو په رسولو کې له مرستندويه موسسو سره همکاري کوي.
مولوي عبدالکبیر د سره صليب له مرستو څخه د مننې ترڅنګ زياته کړه، اسلامي امارت د سره صليب د نړيوالې کمېټې او افغاني سرې مياشتې له ګټورو او خيريه کارونو ملاتړ کوي.