کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال:

سره صلیب باید له افغان روغتونونو سره خپلې مرستې بیا پیل کړي

6 ثور 1403 ساعت 11:34

د سره صليب د کمیټی د اسيايي څانګې له مشر سره په کتنه کې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال په يو شمېر ولايتونو کې له روغتونونو سره د سره صليب د مرستو د بيا پيل غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې اسلامي امارت له مرستندويه موسسو سره همکاري کوي.


آوا - کابل: ارګ په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سره صلیب د نړیوال کمیټي د آسیا  څانګې له مشر الکساندر میتیو سره وکتل. 

په دې کتنه کې میتیو له افغانستان سره په بشردوستانه او روغتیايي برخو کې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال کمیټي پر مرستو ټینګار وکړ او ویې ویل، دوی هڅه کوي چې سږ کال له افغانستان سره د خپلو مرستو کچه لوړه کړي او د اوږد مهال مرستو لپاره لاره هواره کړي. 

ښاغلي میتیو زیاته کړه، سره صلیب د مرستو په رسولو کې د افغانستان له اړوندو څانګو سره ښې اړیکې لري.

د هغه په ​​وينا، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو دويم پړاو د افغانستان پر بشري وضعيت منفي اغېز کړى او په دې برخه کې يې خپله اندېښنه له پاکستاني چارواکو سره شريکه کړې او د دې لړۍ د بندېدو غوښتنه يې کړې ده.

د سره صليب د اسيايي برخې مشر زياته کړه، چې له افغاني سرې مياشتې سره د اسلامي امارت ملاتړ کولاى شي د مرستندويه هېوادونو او بنسټونو زياتې مرستې راجلب کړي.

له بلې خوا د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وايي چې په افغانستان کې د بشپړ امنيت په تامينولو سره د بشري او روغتيايي فعاليتونو لپاره ښه پلاتفورم رامنځته شوى دى.

دجمهوري رياست سياسي مرستيال په يو شمير ولايتونو کې روغتونونو ته د سره صليب د مرستو د بيا پيل غوښتنه وکړه او ويې ويل چې اسلامي امارت د بشري مرستو په رسولو کې له مرستندويه موسسو سره همکاري کوي.

مولوي عبدالکبیر د سره صليب له مرستو څخه د مننې ترڅنګ زياته کړه، اسلامي امارت د سره صليب د نړيوالې کمېټې او افغاني سرې مياشتې له ګټورو او خيريه کارونو ملاتړ کوي.


د مطلب کود: 289347

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289347/سره-صلیب-باید-له-افغان-روغتونونو-خپلې-مرستې-بیا-پیل-کړي

آوا
  https://www.avapress.com