دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۵۹
د مطلب کود : 289761
د داعش ترهګره ډله؛ د فلسطین پر ځای په افغانستان کې «جهاد» وکړئ
د داعش ترهګرې ډلې خوراسان څانګې د یوې نوې لیکلي په خپرولو سره له خپلو پلویانو غوښتي چې د «جهاد» او «هجرت» لپاره د فلسطین پر ځای په خوراسان ولایت کې چې په عمده توګه د افغانستان جغرافیه پوښي، له دغې څانګې سره یوځای شي.
افغان غږ خبری آژانس: د داعش ترهګرې ډلې د خوراسان څانګې د یوې نوې مقالې په خپرولو سره له خپلو پلویانو غوښتي چې د فلسطین پر ځای د خوراسان ولایت چې د افغانستان جغرافیه پوشی جهاد وکړي.
 
دغې ترهګرې ډلې له خپلو پلویانو او ملاتړو غوښتي چې خوراسان ته د «هجرت او جګړې» لپاره ورشي.
 
دغه ترهګره ډله چې له صهیونیسټ رژیم سره نږدې ملګرتیا لري او حرکتونه یې تل د تل ابیب د ګټو لپاره شوي دي له خپلو پلویانو یې غوښتي چې د فلسطین پر ځای د جهاد لپاره افغانستان ته راشي، ځکه داعش د فلسطیني مقاومت ډلې مرتد ګڼي او هغوی وژني. 
 
د رسنیو د راپورونو له مخې، داعش خوراسان د افغانستان په هیڅ سیمه کې تسلط نه لري او د رویټرز په راپور کې دا هم راغلي چې د دې ترهګرې ډلې مرکز د پاکستان په بلوچستان ایالت کې دی.
 
د اسلامي امارت ویاند «ذبیح الله مجاهد» اعلان وکړ، چې داعش ترهګره ډله هغه پدیده نه ده، چې په افغانستان کې د ستونزو د رامنځ ته کولو توان ولري او په وروستیو کلونو کې د دولت له لوري ځپل شوې ده.
 
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له دې مخکې ویلي وو چې د افغانستان په شمال کې د داعش ترهګرې ډلې څانګه د امریکايي او بریتانوي ځواکونو له خوا جوړه شوې ده.
https://avapress.com/vdciq3arzt1avy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته