دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 290199
په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په بغلان ولایت کې د سختو بارانونو له امله سیلابونو له ۳۰۰ څخه زیات کسان وژلي او تر زرو زیات کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو دغه دفتر په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په دغه ولایت کې له سیلاب ځپلو خلکو سره بسکټونه وېشي.

په همدې حال کې د بغلان د والي ویاند ملا الهام مجیدي رسنیو ته ویلي چې په دې ولایت کې وروستیو سیلابونو ۱۳۰ تنه وژلي دي.

د هغه په ​​وينا، د جمعې په ورځ له غرمې وروسته سېلابونو هم سل تنه ټپيان کړل.

تر دې مخکې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د شورا منشي غلام رسول قانع ویلي وو، چې په دغه ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله ۱۵۰ تنه مړه شوي او د دې احتمال شته، چې دغه شمېر نور هم زیات شي.

له بلې خوا په بدخشان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې مشر مولوي محمد اکرم اکبري وايي چې په بدخشان کې د تېر ماښام ویجاړو سېلابونو پر پراخو مالي زیانونو سربېره درې تنه وژلي او دوه نور یې بې درکه کړي دي.

له سمنګانو ولايت څخه هم په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې د دغه ولايت په مرکز خرم سارباغ او ايبک ولسواليو کې پرون (جمعه د ثور ٢١مه) د راوتلو سيلابونو له امله د سيمې خلکو ته زيات مالي زيانونه اوښتي دي.

د سمنګانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست چارواکي وايي، د سېلابونو له امله يو تن وژل شوى، ٥٥ د استوګنې کورونه او درې زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې او تر ٤٠ ډېر څاروي له منځه تللي دي.

په ورته وخت کې د تخار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه د استوګنې کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

د چارواکو په خبره، دغو سېلابونو تر ډېره په چال، اشکمش، نمک‌اب او فرخار ولسوالیو کې زیانونه اړولي دي.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو ورځو په ځانګړي ډول په تېرو دوو ورځو کې په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولايتونو کې سېلابونو د ځاني زيان ترڅنګ ځاني زيانونه هم اړولي دي.
https://avapress.com/vdcf1xd01w6d1ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته