دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 287924
د لوړ کیفیت روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او د کارکوونکو د ظرفیت لوړول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان له استازي او د اوچا دفتر له مسوولینو سره په کتنه کې وویل چې د لوړ کیفیت روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د کارکوونکو د ظرفیت لوړول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د روغتیا نړیوال سازمان له استازي ډاکټر جمشید تانولي  په افغانستان کې د روغتیا سازمان مسؤل او د OCHA دفتر چارواکو سره وکتل.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د لوړ کیفیت روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د کارکوونکو د ظرفیت لوړول یې له لومړیتوبونو څخه وبلل او زیاته یې کړه، موږ هڅه کوو چې په بېلابېلو برخو کې د هېواد د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړ کړو.

په ورته وخت کې د نړیوالو بنسټونو مسوولینو په دې ناسته کې د روغتیا په برخه کې د افغانستان د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړ.
https://avapress.com/vdchiqnik23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته