افغان غږ خبری آژانس: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ عراق ته ورسید.
د عراق لومړي وزیر محمد شیعه السوداني د اردوغان د راتګ هرکلی وکړ.
د عراق د لومړي وزیر محمد شیعه السوداني د اطلاعاتو دفتر په دې اړه اعلان وکړ: السوداني او د ترکیې ولسمشر به رسمي دوه اړخیزې خبرې وکړي.
همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک چوکاټ تړون به د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په هدف لاسلیک شي.
اردوغان بیا اربیل ته ځي. دا سفر له ۱۳ کلونو وروسته ترسره شو.